بيا صدقياه پېغمبر ميکاياه له ورنزدې شو، په مخ يې څپېړه ورکړه او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستا خيال دا دے څۀ چې د مالِک خُدائ روح زما نه تلے دے او تا سره يې خبرې کړې دى؟“
نو ما وليدل چې هغه ګډ د مغرب او شمال او جنوب طرف ته يې ښکرونه وهل. او يو ځناور هم د هغۀ مقابله نۀ شوه کولے، او هيچا څوک هم د هغۀ د زور نه خلاصولے نۀ شُو. څۀ چې يې زړۀ غوښتل هغه يې کول، هغه ډېر طاقتور شو.