Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 22:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د يهوداه بادشاه يهوسفط خپلې شاهى چُوغې اغوستې وې او د سامريه د دروازې نه بهر په درمند کښې په خپلو تختُونو باندې ناست وُو او ټولو پېغمبرانو د هغوئ په حضور کښې پېشګويانې ورکولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 22:10
13 Iomraidhean Croise  

هغوئ ټول مازيګر تر ماښامه پورې چغې وهلې او ګډې وډې يې وئيلې، خو څۀ جواب رانۀ غلو او هيڅ آواز وانۀ ورېدلے شو.


اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”څنګه چې مونږ جنګ له لاړ شُو، نو زۀ به خپل ځان بدل کړم، خو تۀ خپل شاهى لِباس واغونده.“ نو د اِسرائيل بادشاه په بدل لِباس کښې جنګ له لاړو.


نو اخى‌اب تقريباً څلور سوه پېغمبران راغونډ کړل، او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ما له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، حمله پرې وکړه، مالِک خُدائ به فتح درکړى.“


نو اخى‌اب د دربار يو آفسر راوغوښتلو او ورته يې ووئيل چې لاړ شه او ميکاياه فوراً راوله.


د روژې په درېمه ورځ اِستَر شاهى لِباس واغوستلو، لاړه او د محل په دنننى دربار کښې د تخت کوټې ته مخامخ ودرېدله. بادشاه دننه وو او د محل دروازې ته مخامخ په شاهى تخت ناست وو.


نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې ښکلې او نرمې جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، هغه څوک چې نرمې جامې اچوى هغه په محلونو کښې اوسيږى.


خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى، چرته چې نۀ غل کنډر کوى او نۀ يې پټوى.


نو په يوه مقرره ورځ هيروديس خپل شاهى لباس واچولو، او په تخت کښېناستو او هغوئ ته يې تقرير شروع کړو.


نو په بله ورځ اګريپا او بِرنيکى په شان او شوکت سره عام دربار ته راننوتل چې ورسره لوئ آفسران او د ښار خاص مشران وُو. بيا فِستوس د هغۀ د پېشۍ حکم وکړو او پولوس دننه حاضر کړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan