بِنحدد هغۀ ته ووئيل، ”زما پلار چې ستا پلار نه کوم ښارونه اخستى وُو نو هغه به تا له واپس درکړم او تۀ په دمشق کښې د خپل ځان دپاره يو کاروبارى مرکز جوړولے شې، لکه څنګه چې زما پلار په سامريه کښې کړى وُو.“ اخىاب ورته ووئيل، ”نو په دې شرطُونو به زۀ تا آزاد کړم.“ اخىاب د هغۀ سره يوه معاهده وکړه او بِنحدد يې پرېښودو چې لاړ شى.