8 بيا هغې يو څو خطونه وليکل، د اخىاب دستخط يې ورباندې وکړو، د هغۀ مهر يې ورباندې ولګولو او د هغه ښار آفسرانو او مشرانو ته يې ولېږل چرته چې نبوت اوسېدو.
اخىاب بادشاه د مُلک ټول مشران راغوښتل او ورته يې ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې دا سړے مونږ تباه کول غواړى. هغۀ ما له يو پېغام راولېږلو چې زما نه يې زما ښځې، بچى، سپين زر او سرۀ زر غوښتل او ما دا خبره ومنله.“
نو په يزرعيل کښې د سامريه د اخىاب بادشاه د محل سره نزدې د انګورو يو باغ وو چې د نبوت نومې سړى وو.
په خطونو کښې ليکلى شوى وُو، ”اعلان وکړئ چې خلق روژه ونيسى، خلق دې راغونډ شى او نبوت له د عزت ځائ ورکړى.
بيا ياهُو د اخىاب نور ټول خپلوان ووژل چې کوم په يزرعيل کښې اوسېدل او د هغۀ ټول آفسران، نزدې ملګرى او اِمامان هم، د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.
بادشاه چې کوم خط ليکلے وو دې خط په مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک پورې ټوقې وکړې. په دې کښې ليکلى وُو، ”د قومونو خُدايانو خپل خلق زما د طاقت نه نۀ دى بچ کړى او نۀ به د حزقياه خُدائ خپل خلق زما نه بچ کړى.“
په خط کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”د فرات سيند نمرپرېواتۀ په طرف د هغۀ د خِدمتګارانو نه، ارتخششتا بادشاه ته.
بيا سنبلط خپل يو نوکر ما له د پينځم پېغام سره راولېږلو، دا د خط په شکل کښې وو او دا خط کولاو وو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو اويا مشران راجمع کړه چې هغوئ د مشرانو په توګه منلے شوى وى، هغوئ ما له زما د حضور خېمې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې هغوئ هلته تا سره ودريږى.
نو هغوئ لاړل، او د قبر د خولې په کاڼى يې مهرونه ولګول او د څوکيدارۍ دپاره يې پرې سپاهيان مقرر کړل.
مشرانو او نورو کسانو ووئيل، ”آو، مونږ ګواهان يُو. مالِک خُدائ دې ستا ښځه د راحيل او لِياه په شان کړى، چې هغوئ د يعقوب کور آباد کړو. تۀ دې په اِفرات کښې مالدار او په بيتلحم کښې مشهور شې.
بيا بوعز د ښار لس مشران راغونډ کړل او هغوئ ته يې هم ووئيل چې کښېنئ او هغوئ کښېناستل.