7 ايزبل ورته ووئيل، ”نو تۀ د اِسرائيل بادشاه يې کۀ نه؟“ د کټ نه پاڅه، ”خپل زړۀ خوشحال کړه او خوراک وکړه. زۀ به تا له د نبوت د انګورو باغ واخلم.“
يوندب امنون ته ووئيل، ”تۀ د بادشاه زوئ يې، خو ورځ په ورځ تۀ نور هم زيات پرېشانه ښکارې، دا څۀ وجه ده؟“ هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د خپل ناسکه ورور ابىسلوم په خور تامار باندې مئين يم.“
نو هغۀ ورته ووئيل، ”دا ځکه چې نبوت يزرعيلى ته ما ووئيل چې زۀ به درنه د انګورو باغ په پېسو واخلم، يا کۀ غواړې نو زۀ به د دې باغ په ځائ بل باغ درکړم، خو هغۀ راته ووئيل، چې باغ تا له نۀ درکوم.“
هغه چرګ چې ځان ببر کړى، نر چېلے، او بادشاه چې خپل فوجيان ورسره وى.
ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بېوسه دى.
ځکه چې د بادشاه خبره وزن وى او هيڅ څوک ترې نه دا تپوس نۀ شى کولے چې، ”تۀ څۀ کوې؟“
آيا آسونه په غټو کاڼو کښې منډې وهلے شى؟ آيا څوک په غوَيانو باندې سمندر قلبه کولے شى؟ خو تاسو اِنصاف په ګنډير بدل کړے دے او د صداقت مېوه مو په بدۍ بدله کړې ده.
د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.
نو هغه دواړه سړى کښېناستل او په يو ځائ يې خوراک څښاک وکړو. د ښځې پلار بيا هغۀ ته ووئيل، ”دا به ښۀ وى چې شپه دلته تېره کړې او خپل زړۀ خوشحاله کړې.“
کله چې بوعز خوراک څښاک ختم کړو، نو هغه ښۀ په سور کښې وو. هغه د اوربشو ډېرى له لاړو او څملاستو. روت غلې غلې ورغله، څادر يې ترې اوچت کړو او هغۀ سره اوده شوه.
هغه به ستاسو ښۀ پټى، د انګورو او د زيتُونو باغونه ونيسى او خپلو آفسرانو له به يې ورکړى.
نو بيا د بنى اِسرائيلو ټول مشران راغونډ شول او په راما کښې سموئيل له لاړل،