5 د هغۀ ښځه ايزبل ورغله او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ ولې دومره خفه يې؟ او خوراک ولې نۀ کوې؟“
چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه.
يوندب امنون ته ووئيل، ”تۀ د بادشاه زوئ يې، خو ورځ په ورځ تۀ نور هم زيات پرېشانه ښکارې، دا څۀ وجه ده؟“ هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د خپل ناسکه ورور ابىسلوم په خور تامار باندې مئين يم.“
هغۀ نۀ صرف د يربعام بادشاه ګناهونه معمولى ګڼل بلکې هغۀ د صيدانى بادشاه اِتبعل لور ايزبل هم وادۀ کړه او د بعل عبادت يې وکړو.
او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.
نو هغې الياس له پېغام ورولېږلو، ”خپل خُدايان دې ما ووژنى چې سبا په دې وخت زۀ تا سره هغه کار ونۀ کړم کوم چې تا د هغه پېغمبرانو سره کړے دے.“
د اخىاب په شان داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې يې دومره بد عمل کړے وو او خپلې ښځې ايزبل ورباندې دا کار کړے دے.
اخىاب کور ته لاړو او چې نبوت ورته څۀ وئيلى وُو په هغې باندې خفه او غصه وو. هغه په خپل کټ کښې څملاستو، ځان يې مرَور کړو او خوراک يې نۀ کولو.
نو هغۀ ورته ووئيل، ”دا ځکه چې نبوت يزرعيلى ته ما ووئيل چې زۀ به درنه د انګورو باغ په پېسو واخلم، يا کۀ غواړې نو زۀ به د دې باغ په ځائ بل باغ درکړم، خو هغۀ راته ووئيل، چې باغ تا له نۀ درکوم.“
نو ځکه هغۀ تپوس وکړو، ”تۀ ولې دومره غمژن يې؟ تۀ خو بيمار هم نۀ يې، ما ته پته ده چې تۀ ډېر سخت خفه يې.“ زۀ ډېر زيات يرېدم
بيا هغې هتاک راوغوښتلو، هغه يو خصى وو چې بادشاه د هغې نوکر کړے وو او هغې هغۀ ته وفرمائيل چې مردکى له لاړ شه او د دې پته ولګوه چې څۀ مسئله ده چې هغه دومره غمژن دے.