4 اخىاب کور ته لاړو او چې نبوت ورته څۀ وئيلى وُو په هغې باندې خفه او غصه وو. هغه په خپل کټ کښې څملاستو، ځان يې مرَور کړو او خوراک يې نۀ کولو.
هغۀ ورسره دومره مينه کوله چې هغې پسې بيمار شو، هغې د سړو سره تعلق نۀ ساتلو او د هغۀ خيال نۀ راتلو چې دا پېغله به د هغۀ شى.
يوندب امنون ته ووئيل، ”تۀ د بادشاه زوئ يې، خو ورځ په ورځ تۀ نور هم زيات پرېشانه ښکارې، دا څۀ وجه ده؟“ هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د خپل ناسکه ورور ابىسلوم په خور تامار باندې مئين يم.“
نو بادشاه په يره او خفګان کښې واپس سامريه ته لاړو.
نو په يزرعيل کښې د سامريه د اخىاب بادشاه د محل سره نزدې د انګورو يو باغ وو چې د نبوت نومې سړى وو.
نبوت ورته ووئيل، ”د انګورو دا باغ ما ته د پلار نيکۀ نه په ميراث کښې مِلاو شوے دے، مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې زۀ دا تا له درکړم.“
د هغۀ ښځه ايزبل ورغله او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ ولې دومره خفه يې؟ او خوراک ولې نۀ کوې؟“
خو چې ترڅو پورې يهودى مردکے د محل په دروازه کښې ناست وينم نو زما دپاره د دې هيڅ فائده نشته.“
په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.
څۀ چې مونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بېمعنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى.
خو يُونس په دې ډېر خفه وو او هغه سخت غصه شو.
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آيا تا ته د غصه کېدو څۀ حق شته؟“
کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“
خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“
او په داسې کولو اِبليس له موقع مۀ ورکوئ.
خو هر څوک هغه وخت په آزمېښت کښې پرېوځى کله چې هغه د خپلو شهوانى خواهشاتو په جال کښې راګېر شى.
ساؤل اِنکار وکړو او وې وئيل چې هيڅ به هم نۀ خورم. خو د هغۀ آفسرانو هم ورته ووئيل چې څۀ وخوره. آخر هغۀ د هغوئ خبره ومنله او د زمکې نه پاڅېدو او په کټ کښې کښېناستو.