Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 21:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ په تا تباهى راولم. زۀ به تا لرې کړم او ستا د خاندان هر يو نر کس به ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 21:21
15 Iomraidhean Croise  

نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى.


دا ځکه چې يربعام د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغې ګناه په وجه چې هغۀ کړې وه او اِسرائيليان هم د ګناه طرف ته بوتلى وُو.


نو زۀ به تا او ستا خاندان تباه کړم، لکه څنګه چې ما يربعام او د هغۀ خاندان تباه کړے وو.


کله چې هغوئ سامريه ته راغلل، نو ياهُو د اخى‌اب ټول پاتې شوى خپلوان ووژل، تر دې پورې چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ الياس ته کلام کړے وو.


مالِک خُدائ ياهُو ته وفرمائيل، ”تا د اخى‌اب په اولاد باندې هم هغه څۀ وکړل چې ما درته فرمائيلى وُو. نو زۀ تا سره لوظ کوم چې ستا اولاد به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل بادشاهان وى.“


مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سخت تکليف وليدو، او داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د هغوئ مدد يې کړے وے.


زۀ به يروشلم له داسې سزا ورکړم لکه چې سامريه، د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د هغۀ اولاد له مې ورکړې وه. زۀ به يروشلم د دې د خلقو نه داسې خالى کړم، لکه چې څوک لوښے صفا کړى او په بل مخ يې واړوى.


خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.


مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بې‌مددګاره دى.


خُدائ پاک دې ما ووژنى کۀ ما هغه ټول سړى د سحر نه مخکښې ونۀ وژل.“


مالِک خُدائ زۀ تا ته د نقصان رسولو نه ساتلے يم. خو زۀ د بنى اِسرائيلو په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم کۀ تۀ ما سره مِلاوېدو له زر زر نۀ وې راغلې، نو د سحر پورې به د نابال ټول سړى مړۀ شوى وُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan