16 نو اخىاب فوراً د انګورو باغ ته لاړو او قبضه يې کړو.
نو په يزرعيل کښې د سامريه د اخىاب بادشاه د محل سره نزدې د انګورو يو باغ وو چې د نبوت نومې سړى وو.
څنګه چې ايزبل ته دا پېغام مِلاو شو، نو هغې اخىاب ته ووئيل، ”نبوت مړ دے نو لاړ شه او د انګورو هغه باغ قبضه کړه، چې کوم يې په تا باندې نۀ خرڅولو.“
بيا د مالِک خُدائ کلام د تِشبى پېغمبر په الياس نازل شو چې،
کله چې هغوئ هغه غر ته ورسېدل چرته چې اليشع اوسېدو، نو جيحازى هغه دوه بوجۍ واخستلې او کور ته يې يوړې. بيا هغۀ د نعمان نوکران واپس ولېږل.
يورام بادشاه حُکم وکړو، ”زما جنګى ګاډۍ تياره کړئ.“ نو هغوئ تياره کړه او هغه او اخزياه بادشاه روان شول، دواړه د ياهُو سره مِلاوېدو دپاره په خپله خپله جنګى ګاډۍ کښې سوارۀ وُو او د نبوت په پټى کښې ورسره مِلاو شول.
کله چې غل ووينئ نو تاسو ورسره مل شئ، تاسو ملګرتيا د زناکارو کوئ.
خو هغه کس به ژوندے پاتې شى چې صداقت سره ژوند تېروى او رښتينے وى، غېر قانونى ګټه او رشوت نۀ اخلى، چې د قتل منصوبې نۀ جوړوى او د غلطو کارونو نه ځان ساتى.
د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بېلارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.