1 نو په يزرعيل کښې د سامريه د اخىاب بادشاه د محل سره نزدې د انګورو يو باغ وو چې د نبوت نومې سړى وو.
يورام بادشاه حُکم وکړو، ”زما جنګى ګاډۍ تياره کړئ.“ نو هغوئ تياره کړه او هغه او اخزياه بادشاه روان شول، دواړه د ياهُو سره مِلاوېدو دپاره په خپله خپله جنګى ګاډۍ کښې سوارۀ وُو او د نبوت په پټى کښې ورسره مِلاو شول.
او ياهُو خپل آفسر بِدقر ته ووئيل، ”د هغۀ لاش اوچت کړه او په هغه پټى کښې يې وغورزوه چې د نبوت دے. هغه راپه ياد کړه چې کله تۀ او زۀ د يورام بادشاه پلار اخىاب پسې روان وُو، نو مالِک خُدائ د اخىاب خِلاف دا کلام وکړو،
کله چې مصيبتونه ډېر سخت وُو، نو هغه سړى يعنې احاز د مالِک خُدائ خِلاف د مخکښې نه زياته ګناه وکړه.
اګر چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له سزا هم ورکړې ده، خو د اِسرائيل خلقو توبه نۀ ده ويستلې، او هغوئ هغۀ ته واپس نۀ دى راګرځېدلى.
اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.
چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشتهدار د وراثت نه محروموى.
د دې په علاقه کښې، يزرعيل، کسولوت، شونيم،
نو ټول ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلې راغونډې شوې، د اُردن سيند نه پورې وتل او د يزرعيل په مېدان کښې يې خېمې ولګولې.
فلستيانو خپل ټول فوجيان افيق ته راغونډ کړل او بنى اِسرائيلو په يزرعيل کښې د چينې سره خېمې ولګولې.