9 نو اخىاب د بِنحدد پېغام وړونکو ته ووئيل، ”بادشاه سلامت ته ووايئ چې ما د هغۀ وړومبۍ مطالبه ومنله، خو دا دوېمه نۀ شم منلے.“ نو پېغام وړُونکى بِنحدد له د دې جواب سره واپس راغلل.
نو آسا بادشاه هغه ټول سپين زر او سرۀ زر يوړل چې د مالِک خُدائ په کور او محل په خزانو کښې پاتې وُو او دا يې د خپلو آفسرانو په ذريعه د دې پېغام سره دمشق ته د شام بادشاه بِنحدد له ولېږل چې هغه د حزيون نمسے او طابرمون زوئ وو،
نو د بِنحدد نه يې دا پېغام راوړو، ”ما دې خُدايان ووهى او مړ مې دې کړى کۀ د سامريه دومره خاوره هم پاتې شى چې زما فوجيان يې په موټى کښې راواخلى.“
خو مشرانو او خلقو ورته ووئيل، ”هغه چې څۀ وائى نو هغه کار مۀ کوه.“