Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 20:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو اوس به زۀ خپل آفسران درولېږم چې ستا محل او ستا د آفسرانو کورونه ولټوى او چې د هغوئ څۀ هم خوښ شى نو هغه به ترېنه را اوچت کړى. هغوئ به سبا تقريباً دا وخت هلته وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 20:6
13 Iomraidhean Croise  

بيا هغې د عِيسو هغه خاص جامې راواخستلې، چې کومې هغې ورله په کور کښې ساتلې وې او خپل کشر زوئ يعقوب ته يې ورواغوستلې.


داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“


وروستو پېغام وړُونکى د بِن‌حدد د دې بلې مطالبې سره بيا راغلل، ”ما تا له خبر درلېږلے وو چې تۀ به ما ته خپل سپين زر او سرۀ زر او خپلې ښځې او بچى حواله کوې.


اخى‌اب بادشاه د مُلک ټول مشران راغوښتل او ورته يې ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې دا سړے مونږ تباه کول غواړى. هغۀ ما له يو پېغام راولېږلو چې زما نه يې زما ښځې، بچى، سپين زر او سرۀ زر غوښتل او ما دا خبره ومنله.“


هر څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ هيڅ هم نۀ دى او چې کومو څيزونو ته هغوئ ډېر زيات خوشحاليږى هغه بې‌فائدې دى. د بُت پرستانو نۀ خو سترګې شته او نۀ پکښې عقل شته خو آخر به هم د شرم سره مخ شى.


اے د قوم شپونکو تاسو په خپل ځان باندې ژړا او ماتم وکړئ، او اے د قومونو مشرانو تاسو په خاورو ايرو کښې ورغړېږئ. ځکه ستاسو د حلالېدلو او خورېدلو وخت رارسېدلے دے. تاسو به د خټو د نازک لوښى په شان راوغورزېږئ او ټوکړې ټوکړې به شئ.


دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.


يروشلم ښاريې ته هغه وخت ياد دے په کومو ورځو کښې چې زورېدلې او سرګردانه وه، ټول قيمتى څيزونه ورته ياد وُو کوم چې پخوا هغې سره وُو. کله چې هغه د دشمن لاسونو کښې پرېوته، او داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغې مدد وکړى، دشمن د هغې د شکست تماشه کوله او د هغې په راغورزېدلو خوشحاله شو.


کۀ څۀ هم بنى اِسرائيل د لوخو د پاڼو په شان راشنۀ کيږى، نو زۀ به نمرخاتۀ طرف نه يوه ګرمه هوا راولېږم او هغه هوا به د هغوئ کوهى او چينې اوچې کړى. دا به د ځان سره ټول قيمتى څيزونه يوسى.


ځکه چې تاسو زما سپين زر او سرۀ زر واخستل او زما قيمتى خزانې مو خپلو مندرونو ته يوړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan