5 وروستو پېغام وړُونکى د بِنحدد د دې بلې مطالبې سره بيا راغلل، ”ما تا له خبر درلېږلے وو چې تۀ به ما ته خپل سپين زر او سرۀ زر او خپلې ښځې او بچى حواله کوې.
نو آسا بادشاه هغه ټول سپين زر او سرۀ زر يوړل چې د مالِک خُدائ په کور او محل په خزانو کښې پاتې وُو او دا يې د خپلو آفسرانو په ذريعه د دې پېغام سره دمشق ته د شام بادشاه بِنحدد له ولېږل چې هغه د حزيون نمسے او طابرمون زوئ وو،
اخىاب ورته ووئيل، ”بِنحدد ته ووايئ چې، بادشاه سلامت، زۀ تيار يم، زۀ او زما هر څۀ ستا شول.“
خو اوس به زۀ خپل آفسران درولېږم چې ستا محل او ستا د آفسرانو کورونه ولټوى او چې د هغوئ څۀ هم خوښ شى نو هغه به ترېنه را اوچت کړى. هغوئ به سبا تقريباً دا وخت هلته وى.“