41 نو پېغمبر د خپل مخ نه پټۍ لرې کړه او بادشاه هغه فوراً وپېژندو چې دا خو پېغمبر دے.
هغې په خپل سر ايرې واچولې، چُوغه يې وشلوله او خپل مخ يې په لاسونو پټ کړو. په چغو چغو يې ژړل او روانه وه.
پېغمبر خپل مخ په پټۍ باندې وتړلو، چې خپل شکل بدل کړى او لاړو او د سړک په غاړه ودرېدو او د اِسرائيل د بادشاه د تېرېدو اِنتظار يې کولو.
خو زۀ په نورو کارونو کښې مصروف شوم او هغه سړے وتښتېدو.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”تا په خپله خبره کښې خپله فېصله کړې ده او تا ته به سزا ملاويږى.“
بيا پېغمبر بادشاه ته وفرمائيل، ”دا د مالِک خُدائ کلام دے چې تا هغه سړى له د تښتېدو اجازت ورکړو د کوم د وژلو چې ما حُکم درکړے وو، نو د هغۀ د ژوند په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او ستا خلق به ځکه تباه شى چې د هغۀ خلق يې تښتېدو ته پرېښى دى.“
نو ايُوب د خاورې د مات لوښى يوه ټوټه واخستله او ځان يې ورباندې ګرولو او په ايرو باندې کښېناستو چې خپل خفګان څرګند کړى.
مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى، ”اے زما غوره شوى قومه، د ټاټ جامې واغوندئ او په ايرو کښې ولوغړېږئ. داسې بد بد وير وکړئ لکه څوک يې چې په يک يو زوئ باندې کوى،“ ځکه چې تباه کوونکى به په مونږ ناګهانه حمله وکړى.