4 اخىاب ورته ووئيل، ”بِنحدد ته ووايئ چې، بادشاه سلامت، زۀ تيار يم، زۀ او زما هر څۀ ستا شول.“
سِمعى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، تا ډېره ښۀ خبره وکړه، تۀ چې څۀ غواړې نو زۀ به هم هغه کوم.“ نو هغه تر ډېر وخت پورې په يروشلم کښې اوسېدو.
”بِنحدد بادشاه غواړى چې تۀ هغۀ ته خپل سپين زر او سرۀ زر حواله کړې او خپلې ښې ښځې او بچى هم ورکړې.“
وروستو پېغام وړُونکى د بِنحدد د دې بلې مطالبې سره بيا راغلل، ”ما تا له خبر درلېږلے وو چې تۀ به ما ته خپل سپين زر او سرۀ زر او خپلې ښځې او بچى حواله کوې.
نو د محل آفسر او د ښار آفسر، سره د ښار د مشرانو او د بادشاه د زامنو محافظانو، ياهُو له دا پېغام ولېږلو، ”مونږ ستا خِدمت کوونکى يُو او چې تۀ څۀ وائې نو هغې ته تيار يُو. خو مونږ د هيچا نه هم بادشاه نۀ جوړوُو، چې څۀ تا ته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه.“
ستاسو کوم کسان چې د دشمن په مُلک کښې وى هغوئ به دومره ويروم چې د هوا په وجه د پاڼې د معمولى کش نه به هم تښتى. تاسو به داسې منډې وهئ لکه څوک چې په جنګ کښې په تاسو پسې وى او ستاسو سره به نزدې هيڅ دشمن نۀ وى خو تاسو به بيا هم غورزېږئ.
نو بيا به تاسو د هغه دشمنانو خِدمت کوئ چې مالِک خُدائ يې ستاسو خِلاف درلېږى. تاسو به اوږى، تږى، بربنډ او د هر څۀ حاجتمند يئ. مالِک خُدائ به تاسو سخت وکَړوى تر دې پورې چې تباه شئ.
او ناحس ته يې ووئيل، ”سبا به مونږ تا ته خپل ځان حواله کړُو او چې ستا څۀ خوښه وى نو هغه راسره وکړه.“