2 هغۀ ښار ته پېغام وړُونکى ولېږل چې د اِسرائيل بادشاه اخىاب ته ووائى،
نو آسا بادشاه هغه ټول سپين زر او سرۀ زر يوړل چې د مالِک خُدائ په کور او محل په خزانو کښې پاتې وُو او دا يې د خپلو آفسرانو په ذريعه د دې پېغام سره دمشق ته د شام بادشاه بِنحدد له ولېږل چې هغه د حزيون نمسے او طابرمون زوئ وو،
د شام بادشاه بِنحدد خپل ټول فوج راغونډ کړو او دوه دېرشو نورو بادشاهانو يې د خپلو آسونو او جنګى ګاډو سره ملګرتيا کوله، هغه روان شو، سامريه يې محاصره کړه او په دې باندې يې د حملې تيارے وکړو.
”بِنحدد بادشاه غواړى چې تۀ هغۀ ته خپل سپين زر او سرۀ زر حواله کړې او خپلې ښې ښځې او بچى هم ورکړې.“
اسوريانو له دا خبر ورورسېدو چې د ايتهوپيا بادشاه ترهاقه د مشرۍ لاندې مِصرے لښکر په هغوئ باندې د حملې دپاره راروان دے. کله چې بادشاه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه حزقياه له دا پېغام ولېږلو