16 د اِسرائيل لښکر د غرمې په وخت د جنګ دپاره راووتل، چې په دې وخت کښې بِنحدد او د هغۀ دوه دېرش ملګرى په خپلو خېمو کښې نشه وُو.
د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو.
د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو.
نو بادشاه زلمى فوجيان راوغوښتل چې هغوئ د ضِلعو د حکمرانانو د مشرۍ لاندې وُو، دا ټول دوه سوه او دوه دېرش وُو. بيا هغۀ د اِسرائيل لښکر راوغوښتلو چې ټول اووۀ زره سړى وُو.
اول زلمى فوجيان وړاندې لاړل. بِنحدد چې کوم جاسوسان لېږلى وُو نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”څۀ فوجيان د سامريه نه راروان دى.“
د شام بادشاه د خپلو دوه دېرشو جنګى ګاډو فوجى مشرانو له حُکم ورکړے وو چې د اِسرائيل د بادشاه نه بغېر به په هيچا باندې حمله نۀ کوئ.
مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے.
په تاسو افسوس دے. د ميو په څښلو کښې خو تاسو ډېر تکړه يئ. او د شرابو په ګډولو کښې تاسو ښۀ ځوانى ښايئ.
کۀ څوک په تاسو باندې حمله کوى نو دا به زما د طرف نه نۀ وى. نو هر څوک چې ستاسو خِلاف جنګ کوى هغه به شکست خورى.
مے کۀ زاړۀ وى او کۀ نوى وى نو دا دواړه زما د خلقو عقل خرابوى.
نو ځکه تاسو به اولنى خلق يئ چې جلاوطن به شئ، او ستاسو مېلې او غزېدل به ختم شى.“