Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 20:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 بِن‌حدد ته د اخى‌اب جواب په هغه وخت کښې مِلاو شو چې هغۀ او نورو بادشاهانو په خپلو خېمو کښې مے څښل. هغۀ خپلو سړو له حُکم ورکړو چې په ښار باندې د حملې دپاره تيار شئ، نو هغوئ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 20:12
10 Iomraidhean Croise  

هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، کله چې امنون د ميو څښلو په وجه په سُور کښې شى او چې زۀ حُکم درکړم چې هغه ووژنئ نو يرېږئ مه. زۀ به په خپله د دې ذمه وارى اخلم. تکړه شئ او چې ونۀ يرېږئ.“


د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو.


د اِسرائيل لښکر د غرمې په وخت د جنګ دپاره راووتل، چې په دې وخت کښې بِن‌حدد او د هغۀ دوه دېرش ملګرى په خپلو خېمو کښې نشه وُو.


نو بيا د يهوداه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې زۀ به په يقين سره خپل خِدمتګار نبوکدنضر د بابل بادشاه دلته مِصر ته راولم. زۀ به د هغۀ تخت په دې کاڼو دپاسه جوړ کړم کوم چې يرمياه دلته ښخ کړل. هغه به په دې کاڼو خپل شاهى تمبو وغوړوى.


کله چې بيلشضر خپل مے څښل، نو هغۀ حکم وکړو چې هغه د سرو زرو او سپينو زرو جامونه او پيالۍ راوړئ کومې چې د هغۀ پلار نبوکدنضر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور نه راوړې وې، چې بادشاه او د هغۀ آفسران، د هغۀ ښځې او د هغۀ وينځې په کښې مے وڅښى.


نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو،


خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.


په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ.


ابى‌جيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan