10 نو د بِنحدد نه يې دا پېغام راوړو، ”ما دې خُدايان ووهى او مړ مې دې کړى کۀ د سامريه دومره خاوره هم پاتې شى چې زما فوجيان يې په موټى کښې راواخلى.“
نو هغې الياس له پېغام ورولېږلو، ”خپل خُدايان دې ما ووژنى چې سبا په دې وخت زۀ تا سره هغه کار ونۀ کړم کوم چې تا د هغه پېغمبرانو سره کړے دے.“
بيا سليمان د مالِک خُدائ په نوم يو پوخ لوظ وکړو، ”کۀ ما ادونياه ژوندے پرېښودو نو خُدائ پاک دې ما ووژنى.
نو اخىاب د بِنحدد پېغام وړونکو ته ووئيل، ”بادشاه سلامت ته ووايئ چې ما د هغۀ وړومبۍ مطالبه ومنله، خو دا دوېمه نۀ شم منلے.“ نو پېغام وړُونکى بِنحدد له د دې جواب سره واپس راغلل.
تۀ د اسور د يو معمولى آفسر برابر هم نۀ يئ او تۀ بيا هم په طمع يې چې مِصريان به جنګى ګاډۍ او آسونه راولېږى.
هغۀ ووئيل، ”کۀ نن ورځ د اليشع سر د بدن نه لرې نۀ شى نو خُدائ پاک دې ما د ورځې د ختمېدو سره ووژنى.“
موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.
نو هغوئ به وائى چې د مِصر بادشاه فِرعون خو تش په خولۀ لوئيږى، هغۀ نه اوس خپله موقع خطا شوې ده.
مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“
په سحر کښې يهوديان د يو سازش دپاره راغونډ شول او خپلو کښې يې سره دا قَسم وکړو چې نۀ به څۀ خورو او نۀ به څۀ څښو ترڅو چې دوئ پولوس وژلے نۀ وى.
برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه.
هغۀ داؤد ته ووئيل، ”زۀ سپے يم څۀ، چې تۀ په ما پسې د امسا سره راغلې؟“ او هغۀ داؤد باندې د خپلو معبودانو لعنت وئيلو.