43 نو بيا تا ولې د مالِک خُدائ سره خپله وعده ماته کړې ده او زما د حُکم نافرمانى دې کړې ده؟
(د جبعون خلق اِسرائيليان نۀ وُو، هغوئ د اموريانو ژوندۍ پاتې شوې يوه وړه ډله وه او اِسرائيلو دا لوظ کړے وو چې هغوئ به ژوندى پرېږدى خو ساؤل د يهوداه او د اِسرائيل د قوم پرستۍ په وجه غوښتل چې اموريان تباه کړى.)
نو سِمعى يې راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا نه ما د مالِک خُدائ په نوم لوظ نۀ وو اخستے چې تۀ به د يروشلم نه نۀ وځې؟ او ما سخت خبردارے درکړو کۀ تا کله هم داسې وکړل نو خامخا به مړ شې. ولې تۀ په دې باندې ما سره راضى شوے نۀ وې څۀ چې زما حُکم به منې؟
تا ته د هغه ټولو بدو عملونو ډېره ښۀ پته ده چې تا زما پلار داؤد سره کړى دى. مالِک خُدائ به د دې په بدل کښې سزا درکړى.
خُدائ پاک د يهوداه خلق هم د دې دپاره متحد کړل چې د هغۀ په مرضۍ باندې روان شى او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو حُکمونه ومنى.
زۀ وايم، د بادشاه حُکم منه، ځکه چې تا د خُدائ پاک سره د دې وعده کړې ده.
نو ځکه دا ضرورى ده چې تاسو تابعدار اوسئ، نۀ صرف د سزا نه د بچ کېدو دپاره بلکې د دې دپاره چې ضمير مو په سکون کښې وى.