41 کله چې سليمان خبر شو چې سِمعى څۀ کړى وُو،
نو هغۀ خپل خر کته کړو او په جات کښې اکيس بادشاه له لاړو، چې خپل غلامان ولټوى. هغوئ يې پېدا کړل او واپس يې خپل کور ته راوستل.
نو سِمعى يې راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا نه ما د مالِک خُدائ په نوم لوظ نۀ وو اخستے چې تۀ به د يروشلم نه نۀ وځې؟ او ما سخت خبردارے درکړو کۀ تا کله هم داسې وکړل نو خامخا به مړ شې. ولې تۀ په دې باندې ما سره راضى شوے نۀ وې څۀ چې زما حُکم به منې؟