Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 2:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار داؤد په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بې‌ګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو يعنې، ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 2:32
24 Iomraidhean Croise  

په تا دې لعنت وى. او د زمکې کَرل رېبل دې په تا نور بند وى ځکه چې تا خپل ورور ووژلو او د هغۀ وينه دې په زمکه باندې توئ کړه.


روبين ووئيل، ”ما تاسو ته وئيل چې هلک له تکليف مۀ ورکوئ، خو تاسو وانۀ ورېدل. او اوس به زمونږ نه د هغۀ د وينې حِساب غوښتے شى.“


ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،


او داؤد هغه عماليقى ته وفرمائيل، ”خُون دې د خپلې غاړې دے. تا په خپله د ځان سره دا بد وکړل چې تا دا خبره وکړه چې تا د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه ووژلو.“


ابى‌سلوم د يوآب په ځائ عماسا د لښکر مشر جوړ کړے وو. عماسا د اِسمٰعيلى اِتر زوئ وو، د هغۀ مور ابى‌جيل وه، چې هغه د ناحس لور او د يوآب د مور ضروياه خور وه.


د دې سزا دې په يوآب او د هغۀ په مکمل خاندان راشى. د هغۀ د خاندان په هر نسل کښې دې داسې سړى وى چې د هغوئ د ذکر نه منى ځى يا جذامى وى يا ښځونک، يا په جنګ کښې مړۀ شى يا د هغوئ سره د خوراک کمے وى.“


د داؤد او د بنى اِسرائيل ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې بادشاه د ابنير په وژلو کښې هيڅ برخه نۀ ده اخستې.


اګر چې زۀ بيا هم هغه بادشاه يم چې خُدائ پاک خوښ کړے يم، نن زۀ خپل ځان کمزورے ګڼم او د ضروياه دا زامن قابو کولے نۀ شم. مالِک خُدائ دې، دې مجرمانو له سزا ورکړى لکه چې څنګه دوئ د سزا حقدار دى.“


تاسو بدعمله سړو د هغۀ نه هم زيات بد عمل کړے دے چې د هغۀ په خپل کور کښې يو بې‌ګناه سړے مو په اودو وژلے دے. اوس به زۀ ستاسو نه د هغۀ د وژلو بدله واخلم او زۀ به تاسو د زمکې د مخ نه لرې کړم.“


تا ته د هغه ټولو بدو عملونو ډېره ښۀ پته ده چې تا زما پلار داؤد سره کړى دى. مالِک خُدائ به د دې په بدل کښې سزا درکړى.


د دې نه علاوه تا ته پته ده چې يوآب زما سره څۀ وکړل چې د بنى اِسرائيلو د لښکر دوه مشران يې ووژل، يعنې د نير زوئ ابنير او د يتر زوئ عماسا. تا ته ياد دى چې هغوئ يې د امن په وخت کښې د بدل اخستلو دپاره ووژل. يوآب بې‌ګناه سړى ووژل او چې څۀ يې کړى وُو نو ذمه وارى يې په خپل سر ده.


نو اے مالِکه خُدايه، په آسمان کښې اوره او د خپلو خِدمت کوونکو عدالت کوه. مجرم له هم هغه شان سزا ورکوه چې څنګه يې حقدار وى او چې څوک بې‌ګناه وى نو د هغۀ صفائى کوه.


تا د اِسرائيل د بادشاهانو په نقش قدم باندې مزل کړے دے او د يهوداه او يروشلم په خلقو دې د بُتانو عبادت کړے دے، لکه څنګه چې اخى‌اب او د اِسرائيل نورو بادشاهانو کړى وُو. تا خو خپل وروڼه هم ووژل، چې هغوئ ستا نه ښۀ سړى وُو.


نو اوس به مالِک خُدائ ستا خلقو له، ستا بچو او ستا ښځو له سخته سزا ورکړى او ستا هر څۀ به تباه کړى.


بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو شاهى فرمان جارى کړه چې وشتى دې بيا هيڅکله د بادشاه په مخکښې نۀ حاضريږى. دا حُکم وکړه چې دا د فارس او مادى په قانون کښې وليکلے شى، نو داسې به هيڅوک هم دا نۀ شى بدلولے. بيا د هغې د مَلِکه عهده د هغې نه زياتې حقدارې ښځې له ورکړه.


کوم مصيبت چې جوړوى هغوئ به خپله په کښې ګېر شى، هغه ظلمونه د هغوئ په خپل سر انبار شى.


شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، چې هغۀ زما لوظ مات کړو او زما قسم ته يې سپک وکتل نو زۀ به د خپل هغه قسم نقصان د هغۀ په سر راولم.


خو کۀ تاسو خپله وعده پوره نۀ کړه، نو زۀ تاسو خبروم چې تاسو به د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړئ. چې دا غلطى ونۀ کړئ، ګنې تاسو ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


داسې د دې دپاره وشول چې ابى‌مَلِک او د شِکم خلقو ته د خپلو بدو سزا مِلاو شى چا چې د هغۀ مدد کړے وو چې د جدعون اويا زامن ووژنى.


خُدائ پاک د شِکم خلقو له هم د هغوئ د بدمعاشۍ په وجه سخته سزا ورکړه، څنګه چې د جدعون زوئ يوتام وئيلى وُو چې په هغوئ به داسې کيږى چې کله هغۀ پرې لعنت وئيلو.


سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ نن ستا نه د بنى اِسرائيلو بادشاهى لرې کړې ده او هغه چا له يې ورکړې ده چې هغه ستا نه ښۀ دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan