Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 2:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 کله چې سليمان خبر شو چې يوآب قربان‌ګاه ته تښتېدلے دے نو سليمان يو پېغام وړونکے ورولېږلو چې تپوس ترې نه وکړى چې قربان‌ګاه ته ولې تښتېدلے يې. يوآب ورته ووئيل چې زۀ مالِک خُدائ له ځکه راتښتېدلے يم چې زۀ د سليمان نه يرېدم. نو سليمان بادشاه بناياه ورولېږلو چې يوآب ووژنى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 2:29
9 Iomraidhean Croise  

د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.


نو سليمان بناياه له حُکم ورکړو، هغه لاړو او ادونياه يې ووژلو.


بناياه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته لاړو او يوآب ته يې ووئيل، ”بادشاه تا ته حُکم کوى چې بهر راووځه.“ يوآب ورته ووئيل، ”نۀ، زۀ به دلته مرم.“ بناياه واپس بادشاه له لاړو او چې يوآب څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.


سليمان ورته ووئيل ”هم هغه شان وکړه چې څنګه هغه وائى. هغه ووژنه او ښخ يې کړه، نو داسې ما او زما د پلار کور د هغه ګناه نه پاک کړه چې کومه بې‌ګناه وينه يوآب توئ کړې وه


بيا بادشاه بناياه له حُکم ورکړو او بناياه لاړو او سِمعى يې ووژلو. بادشاهى اوس په پوره توګه د سليمان په قابو کښې وه.


خو کۀ يو کس غصه شى او قصداً بل څوک قتل کړى، نو هغه به خامخا وژلے شى، تر دې پورې کۀ هغه زما قربان‌ګاه ته هم د پناه دپاره تښتېدلے وى.


کۀ يو انسان خپل لاسونه د بل چا په وينو سرۀ کړى وى نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وى، نو هيڅ څوک دې د دۀ مدد نۀ کوى.


بوډاګان، ځوانان، پېغلې، ښځې، او ماشومان، حلال کړئ، خو هغوئ ته لاس مۀ وروړئ د چا په تندى باندې چې نښه لګېدلې وى. زما د مقدس ځائ نه شروع وکړئ.“ نو بيا هغوئ دا کار د هغه مشرانو نه شروع کړو چې د خُدائ د کور په مخکښې ولاړ وُو.


ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan