Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 2:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 بيا سليمان ابياتار د مالِک خُدائ د اِمامت د خِدمت نه لرې کړو، نو داسې چې مالِک خُدائ په سيلا کښې د عيلى اِمام او د هغۀ د اولاد په حقله څۀ فرمائيلى وُو هغه يې رښتيا کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 2:27
13 Iomraidhean Croise  

نو بادشاه د يوآب په ځائ بناياه د فوج مشر جوړ کړو او صدوق اِمام يې د ابياتار په ځائ مشر جوړ کړو.


د لښکر مشر، د يهويدع زوئ بناياه، اِمامان، صدوق او ابياتار،


او هغۀ د سيلا پاکه خېمه پرېښوده، کومه خېمه چې هغۀ د بنيادمو مينځ کښې لګولې وه.


خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.


چې د يشعياه نبى دا خبره پوره شى چې فرمائيلى يې وُو، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟“


نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ ته دا څيرى کول نۀ دى په کار، راځئ چې پرې پچه واچوو، وبه ګورو چې د چا رسيږى.“ دغه شان د صحيفې ليک پوره شو چې، ”هغوئ زما جامې په خپلو کښې تقسيم کړې او زما په چُوغه يې پچه واچوله.“ هم دغه شان سپاهيانو وکړل.


د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه.


کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.


خو د اخيمُلک يو زوئ ابياتار وتښتېدو، لاړو او د داؤد سره مِلاو شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan