Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 2:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 نو سليمان بناياه له حُکم ورکړو، هغه لاړو او ادونياه يې ووژلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 2:25
11 Iomraidhean Croise  

بيا داؤد خپل يو سړے راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”هغه ووژنه.“ نو هغه سړى عماليقے ووهلو او هغه په ټکى مړ شو،


نو ستا اولاد به همېشه په جنګ جګړو کښې آخته وى ځکه چې تا زما سپکاوے کړے دے چې د اورِياه ښځه دې بوتله.


نو داؤد حُکم وکړو او د هغۀ فوجيانو ريکاب او بعنه ووژل او د هغوئ لاسونه او پښې يې پرې کړې، هغوئ دا په حبرون کښې د تالاب سره نزدې راځوړند کړل. هغوئ د اشبوست سر واخستلو او هلته په حبرون کښې يې د ابنير په قبر کښې ښخ کړو.


د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.


کله چې سليمان خبر شو چې يوآب قربان‌ګاه ته تښتېدلے دے نو سليمان يو پېغام وړونکے ورولېږلو چې تپوس ترې نه وکړى چې قربان‌ګاه ته ولې تښتېدلے يې. يوآب ورته ووئيل چې زۀ مالِک خُدائ له ځکه راتښتېدلے يم چې زۀ د سليمان نه يرېدم. نو سليمان بادشاه بناياه ورولېږلو چې يوآب ووژنى.


سليمان ورته ووئيل ”هم هغه شان وکړه چې څنګه هغه وائى. هغه ووژنه او ښخ يې کړه، نو داسې ما او زما د پلار کور د هغه ګناه نه پاک کړه چې کومه بې‌ګناه وينه يوآب توئ کړې وه


نو بناياه د مالِک خُدائ د حضور خېمې له لاړو او يوآب يې ووژلو او هغه په صحرا کښې د خپل کور سره ښخ کړے شو.


بيا بادشاه بناياه له حُکم ورکړو او بناياه لاړو او سِمعى يې ووژلو. بادشاهى اوس په پوره توګه د سليمان په قابو کښې وه.


هغوئ ووئيل، ”مونږ دلته د دې دپاره راغلى يُو چې تا وتړُو، نو داسې به تا هغوئ ته په حواله کړُو.“ سمسون وفرمائيل، ”ما ته قسم وخورئ چې تاسو به په خپله ما نۀ وژنئ.“


سموئيل ورته وفرمائيل، ”څنګه چې ستا تُورې ډېرې ميندې بې‌اولاده کړى دى، نو اوس به ستا مور هم بې‌اولاده شى.“ او هغۀ اجاج په جِلجال کښې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه په مخکښې ټوټې ټوټې کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan