20 هغې ورته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما سره يوه معمولى شان نېکى وکړې، مِهربانى وکړه چې ما ته اِنکار ونۀ کړې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما مورې، څۀ وئيل غواړې، زۀ به تا ته اِنکار نۀ کوم.“
او اوس زۀ يو عرض کول غواړم، مِهربانى وکړه چې اِنکار ونۀ کړې.“ بتسبع ورته ووئيل، ”ووايه.“
هغې ورته ووئيل، ”خپل ورور ادونياه پرېږده چې د ابىشاګ سره وادۀ وکړى.“
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د سدوم د خلقو حال ستاسو د حال نه ښۀ وى.“
زۀ تاسو ته بيا دا وايم، کۀ چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفِق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى.
تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.