Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 2:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو بت‌‌سبع بادشاه له لاړه چې د هغۀ سره د ادونياه دپاره خبره وکړى. بادشاه پاڅېدو چې خپلې مور ته ستړى مشى وکړى او د هغې په مخکښې ټيټ شو. بيا هغه په خپل تخت کښېناستو او د هغې دپاره يې بل تخت راوړو چې د هغۀ ښى طرف ته هغه پرې کښېنى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 2:19
9 Iomraidhean Croise  

بيا يوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل او د هغۀ په مخکښې يې د عزت نه سر ټيټ کړو.


هغۀ خپله نيا معکه د ”مور مَلِکه“ د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې يو بې‌حيا بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو او د قِدرون په مېدان کښې يې وسوزولو.


هغې ورته ووئيل، ”ټيک ده، زۀ به د بادشاه سره ستا دپاره خبره وکړم.“


مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“


ستا عزتمندو ښځو کښې د بادشاهانو لوڼه شاملې دى، د اوفير د زرو ډکه مَلِکه دې ښى لاس ته ولاړه ده.


د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.


ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


د بوډاګانو په مخکښې پاڅېږئ او د مشرانو عزت کوئ. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ يم.


او هغه به ګډې ښى لاس ته او چېلۍ ګس لاس ته کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan