18 هغې ورته ووئيل، ”ټيک ده، زۀ به د بادشاه سره ستا دپاره خبره وکړم.“
هغۀ ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه چې سليمان بادشاه ته ووايه، ما ته پته ده چې هغه به تا ته اِنکار نۀ کوى، چې هغه ما پرېږدى چې شونيمى ښځه ابىشاګ وادۀ کړم.“
نو بتسبع بادشاه له لاړه چې د هغۀ سره د ادونياه دپاره خبره وکړى. بادشاه پاڅېدو چې خپلې مور ته ستړى مشى وکړى او د هغې په مخکښې ټيټ شو. بيا هغه په خپل تخت کښېناستو او د هغې دپاره يې بل تخت راوړو چې د هغۀ ښى طرف ته هغه پرې کښېنى.
يو ساده سړے په هر څۀ باندې يقين کوى، خو هوښيار په هر قدم اوچتولو سوچ کوى.