16 او اوس زۀ يو عرض کول غواړم، مِهربانى وکړه چې اِنکار ونۀ کړې.“ بتسبع ورته ووئيل، ”ووايه.“
هغۀ ورته ووئيل، ”تا ته پته ده چې بادشاهى زما حق وو او ټولو بنى اِسرائيلو غوښتل چې زۀ بادشاه جوړ شم. خو خبره بدله شوه او زما ورور بادشاه شو، ځکه چې دا د مالِک خُدائ مرضى وه.
هغۀ ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه چې سليمان بادشاه ته ووايه، ما ته پته ده چې هغه به تا ته اِنکار نۀ کوى، چې هغه ما پرېږدى چې شونيمى ښځه ابىشاګ وادۀ کړم.“
هغې ورته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما سره يوه معمولى شان نېکى وکړې، مِهربانى وکړه چې ما ته اِنکار ونۀ کړې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما مورې، څۀ وئيل غواړې، زۀ به تا ته اِنکار نۀ کوم.“
ستا د خِدمتګار داؤد په خاطر خپل غوره شوى دې مۀ رد کوه.
اے مالِکه خُدايه، زۀ د خپل مرګ نه وړاندې ستا نه دوه خواستونه کوم زما خواستونه مۀ رد کوه،