Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 2:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 هغۀ ورته ووئيل، ”تا ته پته ده چې بادشاهى زما حق وو او ټولو بنى اِسرائيلو غوښتل چې زۀ بادشاه جوړ شم. خو خبره بدله شوه او زما ورور بادشاه شو، ځکه چې دا د مالِک خُدائ مرضى وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 2:15
19 Iomraidhean Croise  

بيا داؤد خپلې ښځې بت‌‌سبع له تسلى ورکړه. د هغې سره څملاستو او د هغې نه يې يو زوئ پېدا شو. داؤد په هغۀ سليمان نوم کېښودو. مالِک خُدائ د ماشوم سره مينه کوله.


يو پېغام وړونکے راغلو او داؤد ته يې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د ابى‌سلوم وفادار دى.“


ابى‌سلوم داسې د هر يو بنى اِسرائيلى سره کول چې هغه به د اِنصاف دپاره بادشاه له ورتلو، نو داسې هغۀ د بنى اِسرائيلو زړونه وګټل.


حوسى ورته ووئيل، ”ما داسې څنګه کړى وے؟ زۀ د هغه چا په طرف يم چې څوک د مالِک خُدائ، دې خلقو او ټولو بنى اِسرائيلو خوښ کړے وى. زۀ به تا سره ايسار شم.


د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابى‌جيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابى‌سلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه،


څلورم ادونياه وو چې د هغۀ مور حجيت وه، پينځم سفطياه وو، چې د هغۀ مور ابيطال وه،


کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم.


هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زنده‌باد.


نو صدوق، ناتن او بناياه روان شول او د داؤد محافظان يې د ځان سره کړل. سليمان د داؤد بادشاه په قچره سور وو او د جيحون چينې پورې يې د هغۀ ملګرتيا وکړه.


صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زنده‌باد.“


چې ابى‌سلوم مړ شو نو د داؤد او حجيت مشرے ژوندے زوئ ادونياه وو. هغه ډېر ښائسته سړے وو. داؤد د هغۀ سره هيڅ کله سختى نۀ وه کړې، هغۀ خپل ځان اوچتولو او وئيل يې چې، ”زۀ به بادشاه يم.“ هغۀ د ځان دپاره د جنګى ګاډو، آسونو او د پنځوسو سړو بندوبست کړے وو چې د حِفاظت دپاره ورسره وى.


هغۀ بيا دا هم ووئيل، ”زۀ تا ته يو عرض کوم.“ هغې ورته ووئيل، ”څۀ دى، ووايه؟“


او اوس زۀ يو عرض کول غواړم، مِهربانى وکړه چې اِنکار ونۀ کړې.“ بت‌‌سبع ورته ووئيل، ”ووايه.“


بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ما ته دا څنګه وائې چې ابى‌شاګ ادونياه له ورکړم؟ کېدے شى دا هم راته ووائې چې هغۀ له تخت هم ورکړه، ځکه چې هغه خو زما مشر ورور دے او ابياتار اِمام او يوآب د هغۀ په طرف دى.“


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


هغه ژور او پټ د راز څيزونه څرګندوى، هغه ترې خبر دے څۀ چې په تيارۀ کښې پراتۀ دى، او د هغۀ نه ګېرچاپېره نُور دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan