13 بيا ادونياه چې د هغۀ مور حجيت وه، بتسبع له لاړه چې هغه د سليمان مور وه. هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د خېر دپاره راغلې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو.“
څلورم ادونياه وو چې د هغۀ مور حجيت وه، پينځم سفطياه وو، چې د هغۀ مور ابيطال وه،
ناتن د سليمان مور بتسبع له لاړو او د هغې نه يې تپوس وکړو، ”تۀ خبر نۀ يې څۀ چې د حجيت زوئ ادونياه خپل ځان بادشاه جوړ کړے دے؟ او داؤد د دې نه خبر هم نۀ دے.
هغۀ بيا دا هم ووئيل، ”زۀ تا ته يو عرض کوم.“ هغې ورته ووئيل، ”څۀ دى، ووايه؟“