Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 2:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کله چې داؤد د مرګ په حالت کښې وو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او وصيت يې ورته وکړو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 2:1
15 Iomraidhean Croise  

چې کله د هغۀ د مرګ وخت رانزدې شو، نو هغۀ خپل زوئ يوسف راوغوښتلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”کۀ زۀ رښتيا په تا ګران يم، نو تۀ زما سره پوخ لوظ وکړه چې تۀ به ما په مِصر کښې نۀ ښخوې.


کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم.


سليمان بادشاه ادونياه راغوښتو او د قربان‌ګاه نه راکوز کړے شو. ادونياه بادشاه له لاړو او د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ کور ته ځان ورسوه.“


هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او حُکم يې ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور تيار کړى.


هغه د اِلى‌عزر اِمام په مخکښې ودروه او د ټول قوم په مخکښې هغۀ له مشرى ورکړه.


د دې په ځائ يشوَع ته خپل اصُول وښايه. د هغۀ حوصله مضبوطه کړه، ځکه چې هغه به د خلقو لارښودنه کوى چې هغه مُلک قبضه کولو له ورپورې وځى کوم چې تۀ وينې.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل،


بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه. تۀ به اِسرائيليان هغه مُلک ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده او زۀ به ستا مل يم.“


دا هغه برکتونه دى چې د خُدائ پاک پېغمبر موسىٰ يې د خپل مرګ نه مخکښې د بنى اِسرائيلو دپاره اِعلان وکړو.


اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې،


زۀ تاسو ته حُکم درکوم د هغه خُدائ پاک په وړاندې چې ټولو څيزونو له ژوند ورکوى، او د عيسىٰ مسيح په وړاندې چا چې د پنطوس پيلاطوس په مخکښې ډاډه اقرار کړے وو،


د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حضور کښې څوک چې به د ژوندو او د مړو عدالت کوى، او د هغۀ د ظاهرېدو او د بادشاهۍ په ياد کښې زۀ په تا زور راوړم چې،


ترڅو چې زما خبره ده زۀ خو د مخکښې نه لکه د ميو نذرانې په شان په قربان‌ګاه شيندلے شوے يم او زما د رخصتېدو وخت راغلے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan