9 هلته هغه يو غار ته ورننوتلو او شپه يې په کښې تېره کړه. او د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“
او فرښتې وفرمائيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې، تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې او چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“
خو مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم له آواز ورکړو، ”تۀ چرته يې؟“
کله چې الياس آواز واورېدو، نو هغۀ خپل مخ په چُوغه کښې پټ کړو، بهر لاړو او د غار په خولۀ کښې ودرېدو. او هغۀ ته يو آواز وشو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“
نو بيا مِصر ته د تلو او د دريائے نيل د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟ او بيا اسور ته د تلو او د فرات د سيند د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟
کاش چې په صحرا کښې زما يو سرائى وے، چرته چې ما خپل خلق پرېښودى وے او هلته د دوئ نه لرې اوسېدلم. ځکه چې دوئ ټول د خُدائ پاک سره بېوفائى کوى، او د بېايمانانو يوه ډله ده.“
يُونس بهر ووتلو او د ښار د نمرخاتۀ طرف ته په يو ځائ کښې کښېناستو. هغۀ هلته د ځان دپاره دالان جوړ کړو، او د هغې د سورې لاندې کښېناستو او اِنتظار يې کولو چې دې ښار سره به څۀ چل کيږى.
دُنيا د هغوئ لائقه نۀ وه، هغوئ په دشتو، غرونو او د زمکې په غارونو او سوړو کښې هواګير وګرځېدل.