Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 19:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغۀ ګېرچاپېره وکتل او يوه روټۍ يې وليده چې په ګرمو سکارو باندې پخه شوې وه او خپل سر سره نزدې يې د اوبو يو منګے وليدو. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا څملاستو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 19:6
13 Iomraidhean Croise  

تۀ د ولې نه اوبۀ څښه او ما کارغانو له حُکم ورکړے دے چې هلته تا له خوراک راوړى.“


کارغانو به هغۀ له سحر او ماښام روټۍ او غوښه راوړه او هغۀ د ولې نه اوبۀ څښلې.


هغه د جارُو د ونې لاندې څملاستو او اودۀ شو. ناڅاپه يوې فرښتې هغۀ له لاس وروړو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅه او وخوره.“


د مالِک خُدائ فرښته بيا راغله او په دوېم ځل يې هغه پاڅولو، ورته يې وفرمائيل، ”پاڅه او وخوره، ګنې ستا دپاره به سفر ډېر ګران وى.“


په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه، نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه.


نو بيا به دا خلق په اوچتو ځايونو کښې اوسيږى، هغوئ به دومره محفوظ وى لکه څومره چې په غرونو باندې پَخو قلعو کښې محفوظ وى. هغوئ ته به روټۍ ملاويږى او د اوبو به هيڅ کمے نۀ راځى.


يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول.


نو اِبليس هغه پرېښودو او فرښتې راغلې او د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.


په دې ټولو څيزونو پسې بې‌دينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.


عيسىٰ هغوئ ته نعرې کړې، ”اے دوستانو، تاسو څۀ کبان ونيول کۀ نه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“


کله چې هغوئ غاړې ته راوختل نو هغوئ د سکرو اور وليدو چې دپاسه پرې کبان او لږه روټۍ پرته وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan