Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 19:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 الياس په بيابان کښې ټوله ورځ مزل وکړو. هغۀ مزل بس کړو او د جارُو د ونې د سورى لاندې کښېناستو او هغۀ غوښتل چې مړ شى. هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، بس دے، ما ووژنه، زۀ د خپل پلار نيکۀ نه ښۀ نۀ يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 19:4
19 Iomraidhean Croise  

د يهوداه په پېغمبر پسې په هغه سړک روان وو او هغه يې وموندو چې د څېړۍ د ونې لاندې ناست وو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د يهوداه پېغمبر يې څۀ؟“ هغه سړى جواب ورکړو، ”آو، زۀ يم.“


الياس ويرېدو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره وتښتېدو، هغۀ خپل نوکر ځان سره بوتلو او په يهوداه کښې بيرسبع ته لاړو او خپل نوکر يې هلته پرېښودو.


هغه د جارُو د ونې لاندې څملاستو او اودۀ شو. ناڅاپه يوې فرښتې هغۀ له لاس وروړو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅه او وخوره.“


کله چې هغوئ روان وُو او خبرې يې کولې، نو ناڅاپه يوه د اور جنګى ګاډۍ چې د اور آسونو راښکله د هغوئ مينځ ته راغله او يو زورَور باد الياس بره آسمان ته وخېژولو.


کاش چې زما خواست منظور شى، او خُدائ پاک زما خواهش پوره کړى،


زړۀ مې غواړى چې تباه مې کړى، او چې هغه خپل لاس راوږد کړى او ما ووژنى.


خو چې کله زۀ ووايم چې، ”زۀ به د مالِک خُدائ په حقله خبرې نۀ کوم او نۀ به نور د هغۀ پېغام چا ته رسوم،“ نو بيا د هغۀ کلام زما په زړۀ کښې لکه د اور په شان بليږى او هغه اور زما هډوکو ته رسيږى. زۀ په ځان کښې د هغۀ د ايسارولو د کوشش په وجه ډېر ستړے شوے يم او زۀ هغه نۀ شم ايسارولے.


تاسو کلنه ښار ته لاړ شئ او وګورئ چې هلته څۀ شوى دى. بيا د حمات لوئ ښار ته لاړ شئ، او بيا په فلستيه کښې د جات ښار ته ورکوز شئ. تاسو خو د هغوئ نه څۀ زيات ښۀ نۀ يئ؟ ولې ستاسو علاقه د هغوئ نه لويه ده څۀ؟


نو اوس، اے مالِکه خُدايه، ما مړ کړه، ځکه چې د دې ژوند نه به مرګ ښۀ وى.“


کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“


آيا تۀ د تيبس نه ښۀ يې، چې د نيل په درياب باندې آباد دے، چې ګېرچاپېره ترې نه اوبۀ دى؟ درياب د هغې دفاع وه او اوبۀ د هغې دېوالونه.


کۀ تۀ زما سره هم دغه شان سلوک کوې، نو په ما رحم وکړه او ما ووژنه، کۀ تۀ زما نه رضا يې، نو ما د خپل غم ليدلو نه وساته.“


د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟


هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو، دا د غرمې وخت وو.


نو مونږ بيا څۀ وئيلے شُو؟ ولې مونږ د نورو نه ښۀ يو څۀ؟ نه، بلکل نه. ځکه چې مونږ د مخکښې نه دا اِلزام لګولے دے چې يهوديان او غېر‌يهوديان دواړه يو شان د ګناه په قبضه کښې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan