Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 19:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 بيا اليشع د خپلې قلبې غوَيو له لاړو او حلال يې کړل او د دې غوښه يې پخه کړه، د جغ نه يې د خشاک کار واخستو. هغۀ غوښه خلقو له ورکړه او هغوئ وخوړله. بيا هغه الياس پسې د هغۀ د نوکر په شان لاړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 19:21
11 Iomraidhean Croise  

اروناه ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، وايې خله او چې څۀ دې خوښ وى نو هغه مالِک خُدائ ته پېش کړه. دا غوَيى دى چې په قربان‌ګاه باندې به يې د نذرانې په توګه وسوزوې، د هغوئ جغونه او د غوبل تختې دا دى چې د سوزولو د لرګو په توګه يې استعمال کړې.“


هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د سمندر طرف ته وګوره.“ نوکر لاړو او بيا راغلو او وې وئيل، ”ما خو هيڅ هم ونۀ ليدل.“ الياس اووۀ ځل هغۀ ته وفرمائيل چې لاړ شه او وګوره.


د پېغمبرانو يوه ډله د بيت‌ايل نه راووتله، اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو دا خبره مۀ کوئ.“


يهوسفط تپوس وکړو، ”دلته داسې پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړُو؟“ نو د يورام بادشاه د فوج يو آفسر ورته ووئيل، ”د سافط زوئ اليشع دلته شته. هغه د الياس مددګار وو.“


موسىٰ د خپل مدد کوونکى يشوَع سره روان شو او موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته بره ختلو.


کله چې هغوئ سَلميس ته راورسېدل نو هغوئ د خُدائ پاک کلام د يهوديانو په عبادتخانو کښې واورولو او د هغوئ سره يوحنا هم د مددګار په توګه وو.


صرف لوقا ما سره دے خو مرقوس راپېدا کړه او ځان سره يې راوله ځکه چې هغه زما سره په خِدمت کښې فائده مند دے.


ما غوښتل چې هغه ځان سره پاتې کړم، چې د زيرى دپاره د قېد کېدلو په دوران کښې ستا په ځائ هغه زما خِدمت وکړى.


ګاډۍ د يو سړى پټى ته راغله چې نوم يې يشوَع وو، هغه په بيت‌شمس کښې اوسېدو او ګاډۍ د يو غټ ګټ سره نزدې ودرېده. ليويانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه صندوق راکوز کړو چې د سرو زرو نمونې په کښې وې او په هغه غټ ګټ باندې يې کېښودل. خلقو د لرګى ګاډۍ ټوټې ټوټې کړه او غواګانې يې حلالې کړې او د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې مالِک خُدائ ته پېش کړې. بيا د بيت‌شمس خلقو نورې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan