12 د زلزلې نه پس اور راغلو، خو مالِک خُدائ په اور کښې هم نۀ وو. او د اور نه پس، يو نرے آواز راغلو.
چې کله نمر پرېوتو او توره تيارۀ شوه، نو يو د بلو سکارو لوښے چې لوګے يې کولو او يو بَل لرګے ناڅاپى راڅرګند شو او د ځناورو په مينځ کښې تېر شو.
نو مالِک خُدائ اور نازل کړو او دې اور نذرانه، لرګى او کاڼى وسوزول، زمکه يې اوچه کړه او په هغه کنده کښې يې اوبۀ اوچې کړې.
الياس ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يم، نو د آسمان نه دې اور راشى او تا او ستا سړى دې ووژنى.“ نو سمدستى اور راکوز شو او آفسر او د هغۀ سړى يې ووژل.
کله چې هغوئ روان وُو او خبرې يې کولې، نو ناڅاپه يوه د اور جنګى ګاډۍ چې د اور آسونو راښکله د هغوئ مينځ ته راغله او يو زورَور باد الياس بره آسمان ته وخېژولو.
نو زما نه مۀ يرېږه، او زۀ به تا سره زياتے نۀ کوم.
هغه روح ولاړ وو، خو ما ته پته نشته چې دا څۀ وُو. زما د سترګو په وړاندې يو شکل وو، هر څۀ خاموش وُو، بيا ما يو آواز واورېدو،
هلته هغۀ ته د مالِک خُدائ هغه فرښته د اور لمبې په شان د بوټى د مينځ نه راڅرګنده شوه. چې د موسىٰ پرې څنګه نظر پرېوتو نو په دې ليدو حېران شو چې په جاړه اور لګېدلے وو خو دا نۀ سوزېدله.
مالِک خُدائ د هغۀ په مخکښې تېر شو او دا آواز يې وکړو، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او ډېره مينه او وفادارى ښايم.
نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
ناګهانه د آسمان نه د تېز باد په شان آواز راغلو او په هغه ټول کور کښې خور شو چرته چې هغوئ ناست وُو.
کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره خبرې وکړې او تاسو د هغۀ صورت ونۀ ليدو، نو خپلې فائدې دپاره پام کوئ چې
داسې څۀ خلق شته چې هغوئ د اور نه د يو خُدائ خبرې اورېدلې وى او ژوندى پاتې وى لکه ستاسو په شان؟
نو ځکه چې زمونږ خُدائ پاک سوزونکے اور هم دے.