Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 19:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 19:10
34 Iomraidhean Croise  

زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے.


کله چې اخى‌اب هغه وليدو، نو اخى‌اب ورته ووئيل، ”د اِسرائيل د مُلک شريره، دا په رښتيا تۀ يې.“


نو اخى‌اب ټول اِسرائيليان او د بعل پېغمبران راغونډ کړل چې د کرمل په غر مِلاو شى.


بيا الياس وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ په پېغمبرانو کښې صرف زۀ پاتې يم، خو د بعل پېغمبران څلور نيم سوه سړى دى.


بيا الياس خلقو ته وفرمائيل، ”ما له نزدې راشئ.“ او هغوئ ټول ترې نه راغونډ شول. الياس د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه مرمت کول شروع کړل کومه چې راغورزولے شوې وه.


او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.


هغه ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، ما په تا باندې غېرت کړے دے. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما د وژلو کوشش هم کوى.“


نو هغې الياس له پېغام ورولېږلو، ”خپل خُدايان دې ما ووژنى چې سبا په دې وخت زۀ تا سره هغه کار ونۀ کړم کوم چې تا د هغه پېغمبرانو سره کړے دے.“


نو يو پېغمبر اخى‌اب بادشاه له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې تۀ دا لوئ لښکر وينې؟ هم نن به زۀ تا له په دې باندې فتح درکړم او تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


بيا پېغمبر اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”واپس لاړ شه او خپل فوجيان تيار کړه او صحيح منصوبې جوړې کړه، ځکه چې د شام بادشاه به په راتلونکى سپرلى کښې بيا حمله کوى.“


د مالِک خُدائ په حُکم د پېغمبرانو د قبيلې يو کس خپل ملګرى پېغمبر ته وفرمائيل چې ما ووهه. خو هغۀ اِنکار وکړو،


اخى‌اب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم، ځکه چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، همېشه بده پېشګوئې راکوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، داسې مۀ وايه.“


او هغۀ ورته ووئيل، ”ما سره لاړ شه او په خپله وګوره چې زۀ د مالِک خُدائ څومره وفادار يم.“ او هغه يې په خپله جنګى ګاډۍ کښې بوتلو.


خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،


اے مالِکه خُدايه اوس ستا د قدم اوچتولو دا وخت دے ځکه چې ستا قانون مات شوے دے


زما غېرت ما سوزوى ځکه چې زما دشمنانو ستا کلام هېر کړے دے


ما خپلې لارې تا ته ښکاره کړې او تا جواب راکړو، ما ته خپل اصُول راوښايه.


ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم، څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.


او د دوئ زړونه هغۀ ته وفادار نۀ وُو، او دوئ د هغۀ د لوظ سره وفادار نۀ وُو.


يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.


د بل خُدائ عبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے.


خو ما ووئيل چې، ”زما محنت بې‌فائدې دے، ما خپل طاقت بې‌فائدې او بې‌مقصده ضائع کړے دے، خو يقيناً چې زما حق مالِک خُدائ سره دے او زما خُدائ پاک به ما له اجر راکړى.“


ما ستاسو خلقو ته بې‌فائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح ‎کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.


نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.


په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بې‌کاره بُتانو عبادت کولو.


تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخى‌اب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“


مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.


”فينحاس زوئ د اِلى‌عزر چې د هارون اِمام زوئ دے هغۀ زما غصه د بنى اِسرائيلو دپاره ختمه کړه چې هغوئ کښې هغۀ غېرت وکړو، نو ما د خپل غېرت په وجه بنى اِسرائيل هلاک نۀ کړل.


هغه او د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره اِمامان مقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو او د بنى اِسرائيلو د ګناه کفاره يې ادا کړه.“


د هغۀ مريدانو ته د صحيفو دا پېشګوئې راياده شوه، ”ستا د کور غېرت به ما وسوزوى.“


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.


ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan