8 هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ يم، لاړ شه او خپل نېک يعنې بادشاه ته ووايه چې الياس دلته دے.“
نو اخىاب بادشاه عبدياه راوغوښتو چې هغه يې د محل مشر وو. او عبدياه د مالِک خُدائ ښۀ تابعدار وو،
کله چې عبدياه په لاره روان وو، نو ناڅاپه هغه د الياس سره مِلاو شو. هغه يې وپېژندو، د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”زما نېکه الياسه. دا په رښتيا تۀ يې؟“
عبدياه ورته ووئيل، ”ما څۀ بد کړى دى چې تۀ مې اخىاب بادشاه ته حواله کوې چې هغه مې ووژنى؟
د ټولو حق پوره کوئ، چا ته چې ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوئ، څوک چې د محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوئ، د چا چې احترام کول په کار دى، د هغوئ احترام کوئ، د چا چې عزت کول په کار دى، د هغوئ عزت کوئ.