6 نو زۀ به دېخوا لاړ شم او تۀ اخوا لاړ شه.“ او هغوئ دواړه په بېلو بېلو طرفونو روان شول.
اخىاب عبدياه ته ووئيل، ”راځه چې په ټول مُلک کښې وګرځو او چينې او وادۍ وګورو، کېدے شى چې څۀ واښۀ پېدا شى او قچرې او آسونه پرې ژوندى وساتلے شُو نو زمونږ ټول ځناور به نۀ مړۀ کيږى.
کله چې عبدياه په لاره روان وو، نو ناڅاپه هغه د الياس سره مِلاو شو. هغه يې وپېژندو، د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”زما نېکه الياسه. دا په رښتيا تۀ يې؟“
مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.