Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 18:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 اخى‌اب عبدياه ته ووئيل، ”راځه چې په ټول مُلک کښې وګرځو او چينې او وادۍ وګورو، کېدے شى چې څۀ واښۀ پېدا شى او قچرې او آسونه پرې ژوندى وساتلے شُو نو زمونږ ټول ځناور به نۀ مړۀ کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 18:5
11 Iomraidhean Croise  

او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.


نو زۀ به دېخوا لاړ شم او تۀ اخوا لاړ شه.“ او هغوئ دواړه په بېلو بېلو طرفونو روان شول.


تۀ د څاروو دپاره ګياه شنه کوې، او تۀ د بنيادمو دپاره شنۀ بوټى راټوکوې، او د زمکې نه خوراک پېدا کوې.


مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.


څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.


تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.


اے ځنګلى ځناورو، مۀ يرېږئ. ځکه چې د صحرا د څرن زمکه راشنه کيږى. ونې به دوباره د مېوو نه ډکې شى، بيا به د اينځرو او د انګورو بوټى ښۀ ډېر ډک شى.


خلق د اوبو په لټون کښې کلى په کلى سرګردانه ګرځېدل، خو هلته هم د څښلو دپاره کافى اوبۀ نۀ وې. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan