اول بادشاهان 18:44 - Pakistani Yousafzai Pashto44 په اوؤم ځل هغه راواپس شو او وې وئيل، ”ما يوه وړه وريځ وليده چې د سړى د لاس برابره وه او د سمندر نه راروانه وه.“ الياس خپل نوکر له حُکم ورکړو، چې، ”اخىاب بادشاه له لاړ شه او هغۀ ته ووايه چې جنګى ګاډۍ تياره کړى، په کښې سور شى او کور ته زر راواپس شى ګنې باران به يې رايسار کړى.“ Faic an caibideil |