اول بادشاهان 18:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو. Faic an caibideil |
نو هغۀ يو پېغام وړونکے ولېږلو چې اليشع راولى. اليشع په کور کښې د يو څو مشرانو سره ملاقات کولو. د بادشاه پېغام وړُونکى د رارسېدو نه مخکښې، اليشع مشرانو ته وفرمائيل، ”هغه قاتِل زما د وژلو دپاره څوک رالېږلے دے. نو چې کله هغه دلته راورسيږى، نو دروازه بنده کړئ او دننه يې مۀ راپرېږدئ. بادشاه به په خپله په هغۀ پسې وى.“