Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 18:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 خو چې څنګه زۀ لاړ شم نو د مالِک خُدائ روح به تا يو نامعلوم ځائ ته يوسى. بيا چې زۀ اخى‌اب ته ووايم چې تۀ دلته يې او هغه تا پېدا نۀ کړى، نو هغه به ما ووژنى، باوجود د دې چې زۀ د هلکوالى راسې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 18:12
27 Iomraidhean Croise  

او اوس تۀ ما ته وائې چې لاړ شم او خپل نېک ته ووايم چې الياس دلته دے؟


کله چې هغوئ روان وُو او خبرې يې کولې، نو ناڅاپه يوه د اور جنګى ګاډۍ چې د اور آسونو راښکله د هغوئ مينځ ته راغله او يو زورَور باد الياس بره آسمان ته وخېژولو.


او ورته يې ووئيل، ”دلته مونږ پنځوس سړى يُو چې ټول تکړه يُو. راځئ چې لاړ شُو او ستا نېک ولټوُو. کېدے شى چې د مالِک خُدائ روح هغه وړے وى او چرته په غر يا وادۍ کښې يې پرېښے وى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”تاسو به نۀ ځئ.“


د يوسياه د بادشاهۍ په اتم کال، چې په کوم وخت کښې هغه لا وړوکے وو، نو هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک عبادت شروع کړو. څلور کاله وروستو هغۀ علاقائى عبادتخانې، د اشيرې بُت نښې او د نورو ټولو بُتانو تباه کول شروع کړل.


اے قادر مطلق مالِکه خُدايه صرف تۀ زما اُميد يې، او د ورکوټوالى نه په تا باندې توکل کوم.


د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.


ښۀ خبره دا ده چې دا دواړه خبرې هېرې نۀ کړې، ځکه څوک چې د خُدائ پاک نه يريږى، هغوئ به د دواړو خطرو نه بچ پاتې شى.


په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.


نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ په رويا کښې اوچت کړم او واپس يې په بابل کښې جلاوطنو ته بوتلم. بيا کومه رويا چې ما ليدلې وه ما نه بره لاړه،


د مالِک خُدائ لاس په ما وو، او هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د روح په وسيله رابهر کړم او د يوې درې مينځ کښې يې ودرولم، او دا د هډوکو نه ډکه وه.


هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.


هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيت‌لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.


روحُ القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شى.


ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى،


کله چې هيروديس هغه ښۀ ولټولو او پېدا يې نۀ کړو، بيا هغۀ د سپاهيانو نه بيان واخستو او د هغوئ د وژلو حُکم يې ورکړو. د دې نه پس هيروديس د يهوديه نه لاړو او د څۀ وخت دپاره په قيصريه کښې پاتې شو.


کله چې هغوئ د اوبو نه رابهر شُو نو د مالِک روح سمدستى فيليپوس د هغۀ نه غېب کړو او هغه د خصى د سترګو نه پناه شو خو خصى په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان وو.


او تۀ د وړوکوالى نه د هغه پاکو صحيفو نه خبر يې، کومې چې تا ته په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په وسيله د خلاصون پوهه درکوى.


سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”دا زۀ څنګه وکړم؟ کۀ ساؤل د دې نه خبر شى نو هغه به ما ووژنى.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ د ځان سره يوه سخۍ بوځه او هلته ووايه چې تۀ هلته ځکه يې چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړې.


په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو.


سموئيل هلک غټېدو او د مالِک خُدائ او د خلقو عزت يې وموندو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan