11 او اوس تۀ ما ته وائې چې لاړ شم او خپل نېک ته ووايم چې الياس دلته دے؟
زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخىاب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے.
خو چې څنګه زۀ لاړ شم نو د مالِک خُدائ روح به تا يو نامعلوم ځائ ته يوسى. بيا چې زۀ اخىاب ته ووايم چې تۀ دلته يې او هغه تا پېدا نۀ کړى، نو هغه به ما ووژنى، باوجود د دې چې زۀ د هلکوالى راسې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے يم.
نو تۀ ما له څنګه حُکم راکوې چې لاړ شم او بادشاه ته ووايم چې تۀ دلته يې؟ هغه به ما ووژنى.“
هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ يم، لاړ شه او خپل نېک يعنې بادشاه ته ووايه چې الياس دلته دے.“