7 خو څۀ موده وروستو، په مُلک کښې د اوچ کالۍ په وجه هغه وَله اوچه شوه.
کارغانو به هغۀ له سحر او ماښام روټۍ او غوښه راوړه او هغۀ د ولې نه اوبۀ څښلې.
بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې،
کۀ هغه باران ايسار کړى، نو زمکه به اوچه شى، کۀ هغه اوبۀ راپرېږدى، نو اوبۀ به زمکه تباه کړى.
هغۀ دريابونه په بيابان بدل کړل، او د اوبو چينې يې په اوچه زمکه بدلې کړې،
اګر کۀ غرونه لرې کړے شى او غونډۍ غېبې شى، خو زما وفاداره مينه به ستاسو سره هيڅکله نۀ ختميږى، او زما د امن لوظ به هيڅکله تاسو سره نۀ ختميږى.“ هغه مالِک خُدائ داسې فرمائى څوک چې په تاسو رحم کوى.
تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.
مالِک خُدائ به تاسو په خورېدونکو بيمارو، په پړسوب او تبه باندې آخته کړى، هغه به سره د توروالى او د پشم د بيمارۍ اوچ کالى او سخته ګرمى راولى. دا افتونه به تر مرګه پورې تاسو سره وى.