4 تۀ د ولې نه اوبۀ څښه او ما کارغانو له حُکم ورکړے دے چې هلته تا له خوراک راوړى.“
او هغه روان شو او د هغه پېغمبر لاش يې وليدو چې په سړک پروت وو، چې خر او زمرے تر اوسه پورې ورسره ولاړ وُو، ازمرى نۀ لاش خوړلے وو او نۀ يې په خر حمله کړې وه.
”د دې ځائ نه نمرخاتۀ طرف ته لاړ شه او د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د کريت ولې سره نزدې پټ شه.
الياس د مالِک خُدائ فرمانبردارى وکړه او د کريت ولې سره نزدې د اوسېدو دپاره لاړو.
”اوس د صيدا سره نزدې د صارفت ښار ته لاړ شه او هلته دېره شه. ما هلته يوې کونډې ته وئيلى دى چې تا له خوراک درکوى.“
کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.
کارغانو دپاره د خوراک بندوبست څوک کوى، کله چې د هغوئ بچى خُدائ پاک ته ژړا کوى، او د خوراک د نشتوالى په وجه سرګردانه ګرځى؟
هغه ځناورو ته خوراک ورکوى، او کارغانو بچو ته کله چې وچغيږى خوراک ورکوى.
د کب په ګېډه کښې يُونس مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته دُعا وکړه.
”هغه امسا واخله چې کومه د لوظ صندوق مخې ته ده او بيا تۀ او هارون ټول قوم راغونډ کړئ. هلته د هغوئ ټولو په مخکښې هغه ګټ ته ووايه او د هغې نه به اوبۀ راوځى. نو داسې تۀ به د خلقو دپاره د ګټ نه اوبۀ راوباسې او هغوئ او د هغوئ ځناور به يې وڅښى.“
نو اِبليس هغه پرېښودو او فرښتې راغلې او د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې وائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د خُدائ پاک د خولې نه راوځى.“