16 مالِک خُدائ هغه وعده پوره کړه چې کومه يې د الياس پېغمبر په ذريعه کړې وه او په منګى کښې نۀ اوړۀ او نۀ په لوښى کښې تېل ختم شول.
نو قربانګاه سمدستى ټوټې ټوټې شوه او ايرې په زمکه ورغورزېدې، لکه څنګه چې هغه پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم پېشګوئې کړې وه.
نو چې څنګه مالِک خُدائ د ياهُو پېغمبر په ذريعه د بعشا خِلاف فرمائيلى وُو، زِمرى د بعشا مکمل خاندان ووژلو.
هغه کونډه کور ته لاړه او هم هغه شان يې وکړل چې څۀ ورته الياس فرمائيلى وُو. او د هغوئ درېو واړو دپاره د ډېر وخت خوراک موجود وو.
څۀ موده وروستو، د هغه کونډې ښځې زوئ بيمار شو او ورځ په ورځ هغه نور هم خرابېدو او په آخر کښې يې ساه ورکړه.
د هغۀ جنګى ګاډۍ د سامريه ډنډ سره صفا کړے شوه، چرته چې کنجرو لامبل نو هلته سپو د هغۀ وينې وڅټلې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې داسې به کيږى.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ د الياس په ذريعه فرمائيلى وُو، اخزياه مړ شو. د اخزياه زامن نۀ وُو، نو د يهوداه بادشاه د يهوسفط زوئ يهورام د بادشاهۍ په دوېم کال د اخزياه ورور يورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
نو نعمان د اُردن سيند ته کوز شو، اووۀ ځل يې خپل ځان په کښې غوپه کړو، لکه چې څنګه اليشع ورته فرمائيلى وُو او هغه بلکل روغ شو. د هغۀ څرمن د يو ماشوم په شان روغه شوه.
خو عيسىٰ هغوئ ته وکتل او ورته يې وفرمائيل چې، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“
يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول.
ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“
څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“