اول بادشاهان 17:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 الياس ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه. کور ته لاړه شه او چې څۀ دې ووئيل نو هم هغه شان وکړه. خو اول، چې تا سره څۀ دى د هغې نه يوه وړه روټۍ پخه کړه او ما له يې لږه راوړه او بيا د خپل زوئ او ځان دپاره څۀ تيار کړه. Faic an caibideil |
کونډې ورته ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې هيڅ مې نۀ دى پاخۀ کړى. ما سره په منګى کښې صِرف يو موټے اوړۀ او په لوښى کښې يو څاڅکے قدرې د زيتُونو تېل دى. زۀ دلته لږ شان خشاک راټولولو له راغلې يم چې ځان سره يې کور ته يوسم او خپل زوئ او ځان له لږ خوراک تيار کړم. او د دې خوراک نه پس به مونږ د لوږې نه مړۀ شُو.“