Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 17:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 کونډې ورته ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې هيڅ مې نۀ دى پاخۀ کړى. ما سره په منګى کښې صِرف يو موټے اوړۀ او په لوښى کښې يو څاڅکے قدرې د زيتُونو تېل دى. زۀ دلته لږ شان خشاک راټولولو له راغلې يم چې ځان سره يې کور ته يوسم او خپل زوئ او ځان له لږ خوراک تيار کړم. او د دې خوراک نه پس به مونږ د لوږې نه مړۀ شُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 17:12
21 Iomraidhean Croise  

او چې د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې، نو هاجِرې زوئ د يو بوټى لاندې کښېنولو.


او لږه لرې ترې کښېناسته، هغې د ځان سره ووئيل چې، ”زۀ دا نۀ شم زغملے چې د خپل زوئ مرګ ووينم.“ او هغه هلته ناسته وه سلګۍ يې وهلې او ژړل يې.


خو اِتى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته د مالِک خُدائ او ستا په سر قسم کوم چې تۀ چرته هم ځې نو زۀ به همېشه تا سره ځم، کۀ په دې کښې د مرګ خطره هم وى.“


په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“


څنګه چې هغه اوبو راوړلو له روانه شوه، نو هغۀ آواز ورکړو، ”ما له لږه روټۍ هم راوړه؟“


الياس ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه. کور ته لاړه شه او چې څۀ دې ووئيل نو هم هغه شان وکړه. خو اول، چې تا سره څۀ دى د هغې نه يوه وړه روټۍ پخه کړه او ما له يې لږه راوړه او بيا د خپل زوئ او ځان دپاره څۀ تيار کړه.


کله چې زۀ بهر مېدانونو ته لاړ شم، نو زۀ هغوئ وينم څوک چې په جنګ کښې په تُورو مړۀ شوى دى، او کۀ زۀ دننه د ښار کوڅو ته لاړ شم، نو زۀ هغه خلق ګورم چې د قحط په وجه مړۀ شوى دى. پېغمبران او اِمامان دواړه خپل کارونه جارى ساتى، خو هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“


کله چې تاسو قسم خورئ چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے“ نو په رښتيا، اِنصاف، او صداقت سره خپله وعده پوره کوئ، نو بيا به تۀ د دُنيا قومونو ته د برکت ذريعه وګرځې او ټول قومونه به ستا په وجه زما نوم ته جلال ورکړى.“


کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى.


هغوئ څوک چې په تُوره مړۀ شوى وُو د هغه چا نه ښۀ وُو چې د قحط نه مړۀ شوى وُو. او د پټى نه د فصل د نشتوالى په وجه هغوئ د لوږو نه مړۀ شول.


يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول.


زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، څوک چې بنى اِسرائيلو له فتح ورکوى، چې ګناه ګار به ووژلے شى، کۀ هغه زما زوئ يونتن هم وى.“ خو هيچا هيڅ هم ونۀ وئيل.


خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو.


بيا به زۀ خپل نوکر ته ووايم چې لاړ شه او غشى وګوره. او کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې ګوره، غشى ستا دې طرف ته دى، راوايخله، نو د دې مطلب به دا وى چې تۀ بچ يې او بهر راشه. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تا ته به هيڅ خطره نۀ وى.


خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“


دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى.


داؤد وفرمائيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به په خپله ساؤل مړ کوى، کۀ هغه په خپل مرګ مړ شى او يا کۀ په جنګ کښې مړ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan